د چين د بهرنيو چارو وزارت د چين او امريکا ترمنځ د وروستي تماس په اړه معلومات ورکړل
CMG2023/02/19 20:04:17
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې د فبرورۍ په نولسمه نېټه خبر ورکړ، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او دغې کمېټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر منشي وانګ يي د جرمني د مونيخ د امنيتي غونډې په څنډه کې د امريکا له بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن سره غېر رسمي تماس ونيو.

وانګ يي نوموړي ته د بې پيلوټه هوايي بالون د تش په نوم پېښې په اړه د چين جدي دريځ بيان کړ او اشاره يې وکړه، چې د امريکا کړنه له زور څخه ناوړه استفاده او له نړيوالو مقرراتو او د ملکي هوانوردۍ له تړون څخه څرګنده سرغړونه ده. وانګ يي د امريکا د دغې کړنې په اړه سخته ناخوښي او احتجاج څرګند کړ.

وانګ يي زياته کړه، چې امريکا په نړۍ تر ټولو لوی څاروونکي هېواد دی او هوايي بالونونه يې څو څو ځلې په ناقانونه توګه د چين هوايي قلمرو ته وننوتل، امريکا پر چين د تور لګولو حق نه لري.

وانګ يي له امريکا څخه غوښتنه وکړه، چې صميميت وښيي او هغه مسئله دې حل کړي، چې ناوړې کړنې يې د دواړو هېوادونو اړيکو ته زيانونه رسولي.