وانګ يي: امريکا دې صميميت وښيي او تيروتنې دې سمې کړي
CMG2023/02/19 15:07:56
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر منشي وانګ يي د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د جرمني په مونيخ کې د امنيتي چارو په غونډه کې له ګډون وروسته د چين او امريکا تر منځ د اړيکو په هکله د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

وانګ يي وويل، چې د بې پيلوټه بالون پېښه په حقيقت کې د امريکا لخوا جوړه شوې سياسي ډرامه ده. امريکا پر عيني حقایقو سترګې پټوي او په زور سره يې د توغندي په وسیله يو هيڅ ګواښ نه لرونکی بې پيلوټه بالون په نښه او غورځولی دی. امريکا سل په سلو کې په ناوړه توګه له زوره کار اخیستی او دغه عمل يې له اړوندو اصولو او نړيوالو تړونونو څخه څرګنده سرغړونه ده. چين د امريکا دغه کړنه نه مني او ورته يې سخت احتجاج وړاندې کړی دی. موږ پر امريکا غږ کوو، چې د خپلو سياسي اړتياوو له مخې په ډيپلوماتيکو چارو کې دغه بې ځايه کړنه تر سره نه کړي. امريکا بايد صميميت وښيي او تېروتنه سمه کړي.