وانګ يي د بې پيلوټه بالون پېښې په هکله امريکا ته د چين دريځ بيان کړ
CMG2023/02/19 15:07:03
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر منشي وانګ يي د فبرورۍ په ۱۸مې نېټې د امريکا په بلنه د جرمني په مونيخ کې د امنيتي چارو په غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن سره غير رسمي تماس ونيو.

وانګ يي د بې پيلوټه بالون تش په نامه پېښې په هکله د چين جدي دريځ بيان کړ او له امريکا څخه يې غوښتنه وکړه چې خپلې تيروتنې اصلاح کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو ته د زور کارونې له امله رامنځته شويو زيانونو ته په سمه توګه وګوري او حل يې کړي.