

د ترکيې د بېړنيو پېښو د مخنيوي ادارې مشر يونس سيزر د فبرورۍ د ١٩مې نېټې په شپه خبري رسنيو ته ويلي، چې له کهرمان مرعش او هاتای ولايتونو پرته په ۸ زلزله ځپلو ولايتونو کې یې د لټون او ژغورنې عملیات پای ته رسولي دي.
نوموړي ويلي، چې د ترکيې حکومت به د ودانيو بيارغونې، د لنډمهالو سرپناوو د جوړولو او د بنسټيزو جوړښتونو رغنيزې چارې پېل کړي.
يونس سیزر ويلي، چې د ترکیې په جنوبي سرحدي سيمو کې د روانې میاشتې په شپږمې نېټې د شوې سختې زلزلې له امله په دغه هېواد کې ۴۰۶۸۹ کسان وژل شوي دي.
ژغورونکي لا هم د ودانيو د کنډو کپرو په پاکولو بوخت دي او ښايي د مړو په شمېر کې نور زياتوالی هم راشي.
نوموړي ويلي، چې يادې زلزلې د ترکیې ۱۰ ولایتونه اغېزمن کړي او ۱۳.۵ میلیونه وګړي یې سخت اغېزمن کړي دي. په زلزله ځپلو سیمو کې يې تر ۸۴ زره ډېرې ودانۍ ړنګې او زیانمنې شوې دي.