سوريه: د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو له امله يې ۲۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2023/02/20 14:56:22
شريکول:


د سوريې پوځ د فبرورۍ په ۱۹مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې نېټې په سهار پر دمشق او شاوخوا سيمې هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې د سوريې د عسکرو او ملکي وګړو په شمول ۵ تنه وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان کړي دي.

اعلاميه وايي، چې د اسرائيلي ځواکونو د دغو بريدونو له امله د سوریې د پوځ ځيني تاسيسات هم ويجاړ شوي دي.

په سوريې کې له ۲۰۱۱م کال راهيسې کورنۍ جګړه روانه ده او اسرائيلي ځواکونه په دغه هېواد کې د ايران پر پوځي تجهيزاتو د بريدونو په پلمه پر سوريې کله کله هوايي بريدونه کوي، خو د سوريې او ايران حکومتونو په سوريې کې د ايراني ځواکونو شتون رد کړی دی.