د چين فلمونو فېسټيوال کې د يو کمربند او يوې لارې په عنوان انلاين فعاليت پرانېستل شو
CMG2023/02/20 16:39:44
شريکول:

د چين د مستندو فلمونو فسټېوال د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې د يو کمربند او يوې لارې په عنوان د فلمونو نندارې انلاين فعاليت پېل کړی دی.

د نړۍ د څه باندې ۴۰ هېوادونو د سياستوالو، پخوانيو مشرانو او د خبري رسنيو مسوولينو په شمول ۵۰ مېلمنو ياد فعاليت ته ويډيويي ويناوې ليږلي او د دغه فېسټيوال د برياليتوب هيله يې ښودلې ده.

په ياد فعاليت کې به د چين ميډيا ګروپ د سي جي ټې اېن له خوا په زياتو ژبو جوړ شوي مستند فلمونه او ځانګړې ويډيوګانې د نړۍ د سلو رسنيو له لارې خپرې شي.

د چين بهرنيو چارو وزير چين ګانګ، د کلتور او سيلانۍ وزير هو هه پينګ او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په جلا جلا توګه د دغه فعاليت پرانيستونکو مراسمو ته ويناوې کړې دي.

د چين بهرنيو چارو وزير چين ګانګ په خپلې وينا کې ويلي، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې ۱۵۱ هېوادونو او ۳۲ نړيوالو سازمانونو د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون کړی دی.

نوموړي د خلکو د زړونو نږدې کول د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ اصلي بنسټ بللی دی. چين کانګ هيله ښودلې، چې چين او د نړۍ ګڼې خواوې د خلکو د تګ راتګ او کولتوري چارو کې همکارۍ لا پياوړې کړي، د تمدنونو ترمنځ متقابلې زده کړې وهڅوي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي لا ټينګه کړي.

د چين د کلتور او سيلانۍ وزير هو هه پینګ په خپلې وينا کې ويلي، چې وزارت به يې هڅې وکړي، چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د لسمې کليزې په درشل کې د چين د فلمونو فېسټيوال او نورو فعاليتونو له لارې د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د کلتور او سيلانۍ همکارۍ لا پياوړې کړي.

د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په خپلې وينا کې ويلي، چې د دغه فعاليت په ترڅ کې به په انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو څه باندې ۶۰ فلمونه نندارې ته وړاندې شي، چې د يو کمربند او يوې لارې د سمسورتيا ښکارندويي کوي.