د مونیخ غونډې په درشل کې اوکراین ته د وسلو ورکړې ضد لاریونونه وشول
CMG2023/02/20 12:59:14
شريکول:

د مونیخ ۵۹مه امنیتي غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه روانه وه، او په همدې ورځ په مونیخ ښار کې اوکراین ته د وسلو برابرونې ضد لاریونونه وشول. لاریون کوونکو له دې سره مخالفت څرګند کړ چې یاده امنیتي غونډه د ناټو لخوا د جګړې راپورته کېدو ناسته ګرځېدلې ده.

د جرمني فدرالي پارلمان د بهرنیو چارو کمېټې غړي پيټر بایستلونګ د همدې ورځې په غرمه د مونیخ ښار په مرکز کې کسان راغونډ کړل او وینا يې وکړه. هغه په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې یووالی وساتي او د لوېديځو هېوادونو لخوا اوکراین ته له وسلو برابرونې سره مخالفت وکړي، د سیمې کړکېچ باید سوله ییز حل شي. هغه د چین ميډيا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل، روسیه او اوکراین دواړه سخت زیانمن شوي، هېڅوک نه غواړي جګړې ته دوام ورکړي، خو تر اوسه جګړه نه ده پای ته رسېدلې.

نوموړي وویل، روانه امنيتي غونډه د جګړې راپورته کوونکو خواوو ناسته ګرځېدلې او دوی غواړي د اوکراین او سوریې کړکېچ ته نور اور ورتازه کړي. خو د جرمني خلک سوله غواړي، نه جګړه، موږ بیخي نه غواړو چې اوکراین ته وسلې ورکړو. په حقیقت کې امریکې د دې کړکېچ تر ټولو زیاتې ګټې تر لاسه کړې دي. د جغرافیایي سیاست له مخې، د امریکې اغېزې نورې هم پراخې شوې دي. د اقتصادي ګټو له مخې، د وسلو پلورنې او پر روسیې د لګول شویو بندیزونو په رڼا کې، واشنګټن ډېرې ګټې تر لاسه کړې دي. د جرمني خلک له دې سره کلک مخالفت کوي، موږ اوکراین ته د وسلو برابرونې ضد دریځ لرو او نه غواړو چې جرمني په دې بهیر کې زیانمن شي. دا زموږ جګړه نه ده، موږ ارامتیا غواړو!

د جګړې ضد خلکو د ((جګړه ختمېږي))، ((وسلې د مړینې او ویجاړېدو لامل دي))، (( امریکایانو خپل کور ته ستانه شئ)) په شمول د ځينو شعارونو په پورته کولو له دې سره مخالفت څرګند کړ چې د جرمني فدرالي حکومت له نورو هېوادونو سره په مونیخ امنیتي غونډه کې اوکراین ته د نورو زیاتو وسلو برابرونې په اړه بحث کړی دی. دوی پر امریکې او ناټو نیوکې کړې چې د اوکراین کړکېچ اصلي پاروونکي دي.

یوه لاریون کوونکي د چین میډیا ګروپ خبریال ته وویل، په اوسنۍ زمانه کې د کړکېچ حلولو لپاره له نظامي عملونو پرته نورې لارې چارې موجودې دي. دا دلته زموږ د راغونډېدو لامل دی. نن ورځ په مونیخ کې څه باندې ۲۰ لاریونونه ترسره شوي او زیاتره يې د سولې غوښتنې په موخه دي. زموږ موخه دا ده چې د جګړې دوام بايد سخت او پېچلی نه شي.

د یو بل خبر له مخې، د مونیخ ۵۹مې امنیتي غونډې په درشل کې د اقلیمي بدلون په برخه کې د چین او امریکې د همکارۍ په اړه یوه فرعي ناسته هم ترسره شوه.

د چین د ملي ولسي کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې مرستیالې مشرې فو ینګ او د مونیخ امنیتي غونډې مرستیال ريیس بوریس روګي په شمول د چین، امریکې او اروپا یو شمېر جګپوړي استازو او څېړونکو په دغه فرعي ناسته کې د خپلو نظریو تبادلې وکړې او موافقه يې کړې چې اقلیمي بدلون د انسانانو پر وړاندې لویه او عامه ننګونه ده، چین او امریکا باید ګډې نظریې راغونډې کړي، خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي او د اقلیمي نړیوالې ادارې د هڅولو لپاره خدمتونه ترسره کړي.

د پاریس د سولې فورم عمومي مدیر او د فرانسې د بهرنیو چارو د پالیسۍ ټاکنې پخواني مدیر جاستین وایسي وویل، له اقلیمي بدلون سره مقابله د نړیوالې ټولنې همکارۍ، په تېره بیا د چین او امریکې ترمنځ همکارۍ ته اړتیا لري. که دواړه هېوادونه د شنوخونو ګازو د ایستنې او د اقلیمي بدلون له امله له رامنځته شويو منفي اغېزې سره د برابرولو په برخو کې موافقې تر لاسه کړي، نو اغېزناک تدبیرونه به ژر ترسره شي. ځکه اوس دغه کارونه بېړني دي.