راپور: "د امریکا تسلط، باداري او ظالمه کړنې او د دغو کړنو زیانونه"
CMG2023/02/20 16:42:33
شريکول:

" د امریکا تسلط، باداري او ظالمه کړنې او د دغو کړنو زیانونه " په نوم راپور د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې خپور شو.

په دغه راپور کې په سیاسي، نظامي، اقتصادي، پولي، تخنیکي او کلتوري برخو کې د امريکا د ناوړو کړنو او تسلط څخه پرده پورته شوې او پکې پر نړیوالې ټولنې غږ شوی، چې نړيوالې سولې او ثبات او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ژوند او ګټو ته د امریکا د دغو کړنو سخت زيانونه وپېژني.

 په راپور کې ویل شوي، چې امریکا له اوږدې مودې راهیسې هڅې کوي، چې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په پلمه نور هيوادونه مجبور کړي، چې خپل سیاسي نظامونه او نړیوال نظم د واشنګټن په خوښه جوړ کړي.

 د امریکا تاریخ له زور او تيري ډک دی او نظامي تسلط يې په نړۍ کې بشري غمیزې راپورته کړې دي او اقتصادي او مالي تسلط يې په جیو پولیټیکل وسلو بدل کړی دی.

راپور وايي، چې امریکا د نورو هېوادونو د ټېکنالوژیکي او اقتصادي پرمختګ د مخنیوي لپاره د لوړې ټېکنالوژۍ په ډګر کې د انحصار چارې ترسره کوي او مخ پر ودې هيوادونه نه پرېږدي، چې پرمختګ ومومي او له هرې خوا يې ځپي.