د مونيخ د ۵۹مې دورې امنيتي غونډه د فبرورۍ په ۱۹مې نېټې د جرمني په مونيخ کې پای ته ورسېده، چې پکې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو او سيمو دفاع وزيرانو او کارپوهانو ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو د روسيې او اوکراين د کړکېچ په اړه بحثونه کړي او هڅه يې کړې، چې له اوکراين سره د پوځي ملاتړ په برخه کې د ناټو او لوېديځو هيوادونو دريځونه همغږي کړي، خو يو پراخ ګډ نظر ته سره نه دي رسیدلي.
ګڼو جرمنيانو د يادې غونډې د ترسره کېدو پر مهال لاريونونه کړي دي.
لاريونوالو ويلي، چې اوکراين ته وسلو ورکړه جرمني ته ګټه نه کوي او دا کړنه يې د اوکراين د شخړې مخنيوی هم نه شي کولی.