د اوکراين پخوانی ډيپلومات: په اوکراین کې روانه نیابتي جګړه د لوېديځ اوږدمهال ستراتېژي ده
CMG2023/02/20 12:12:17
شريکول:

د اوکراين پخواني ډيپلومات سوخرفسکايا د روسيې ټوډۍ تلویزيون پر ویبپاڼې يوه مقاله خپره کړې ده.
نوموړي ويلي، چې لوېديځ له اوږدې مودې راهيسې له اوکراين ناوړه ګټه پورته کوي او اوس یې په دغه هېواد کې نيابتي جګړه پېل کړې ده.
سوخرفسکايا په اوکراين کې د لوېديځ نیابتي جګړه اوږمهاله ستراتيژي بللې او ويلي يې دي، چې د لوېديځ سیاستوالو له ډېر وخت راهیسې په زړونو کې د يادې جګړې د پېل لپاره کرل او رېبل کول.
نوموړي په دغې مقالې کې ليکلي، نږدې کال کېږي، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه روانه ده او اوکراين له لوېديځ څخه د ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت مالي مرستې او وسلې ترلاسه کوي، خو دغو مرستو يې وضعيت نه دی ارام کړی، بلکې د ګڼ شمېر اوکراينيانو ژوند يې اخيستی دی. 
سوخرفسکايا ليکلي، چې امريکا او متحدين يې د خپلو شخصي ګټو په موخه پر اور تېل شيندي او په ټکو يې، که دوی اوکراين ته وسلې برابرې نه وای کړې، نو ښايي دغه شخړه مخکې پای ته رسیدلې وای.
نوموړي په يادې مقالې کې ويلي، چې د جرمني پخوانۍ صدراعظمې انګيلا ميرکل او د فرانسې پخواني ولسمشر فرانسويس ګرارډ جورجس خبري رسنيو ته ویلي وو، چې جرمني او فرانسې په ۲۰۱۴ م کال کې اړوندې خواوې د مينسک تړون په اړه خبرو اترو ته هڅولې وې او اصلي هدف يې د اوکراين د پوځي قواوو تقويه کول او له روسيې سره د هراړخيزې مقابلې لپاره د وخت اخيستل وو.
نوموړي په اوکراین کې روانه جګړه نيابتي او د لوېديځ يوه اوږمهاله ستراتېژي بللې ده.