د بلژيک لومړي وزير الکسندر دکرو له وانګ يي سره وکتل
CMG2023/02/20 14:54:48
شريکول:

د بلژيک لومړي وزير الکسندر دکرو د فبرورۍ په ۱۸مې نېټې د مونيخ امنيتي غونډې په څنډې کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټي له سياسي بيورو غړي او د دغې کميټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر رئيس وانګ يي سره  کتلي دي.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې د چين او بلژيک ترمنځ د اړيکو پرمختګ  ښه ساتل شوی، د خپلمنځي سوداګرۍ اندازه يې يو ځل بیا لوړه شوې او متقابلو ګټورو همکاريو يې پرله پسې پرمختګ کړی دی.

نوموړي د چين او بلژيک ترمنځ پياوړې سوداګري او ښې اړيکې نه يوازې د دواړو هيوادونو بلکې د اروپايي ټولنې د اړيکو د پرمختګ لپاره هم اړينې بللی دي.

وانګ يي ويلي، چې د چين اقتصاد د کرونا وبا له کنټرول وروسته ځواکمن خوځښت کړی او باور یې ښودلی، چې دا خوځښت به یې د چين او بلژيک ترمنځ همکاريو ته زيات فرصتونه برابر کړي.

نوموړي زياته کړې، چين غواړي له بلژیک سره يو ځای نړيوال سوداګريز بازار پرانيستی وساتي او د منظم چاپېريال د ساتلو لپاره يې ګډ کارونه وکړي.