د چين بهرنيو چارو وزارت د وانګ يي او انټوني بلینکن د غير رسمي ليدنې په اړه مالومات ورکړي
CMG2023/02/20 11:19:33
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ په ۱۹مې نېټې د بېجينګ او واشنګټن د نوي تماس په اړه مالومات ورکړي دي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيرو غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر مشر وانګ يي د جرمني د مونيخ امنيتي غونډې په څنډې کې د امريکا له بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن سره غير رسمي لېدنه کړې ده.

وانګ يي له نوموړي سره په يادې لېدنې کې د چين د بېپيلوټه بالون د ناڅاپي پېښې په اړه د چين جدي دريځ څرګند کړی او د امريکا له لوري د ياد بالون رانسکورول يې له زور څخه ناوړه استفاده او له نړيوالو مقرراتو او د ملکي هوايي چلند له تړون څخه څرګنده سرغړونه بللې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې بلينکن ته د چين سخته ناخوښي او احتجاج څرګند کړی دی.

وانګ يي امريکا په نړۍ کې تر ټولو لوی څارګر هېواد بللی او ويلي يې دي، چې د امريکا هوايي بالونونه څو څو ځلې په ناقانوني لارو د چين هوايي قلمرو ته ننوتلي، خو چين يې د رانسکورولو هڅه نه ده کړې او له امريکا هم ورته تمه لري او پر چين بايد تورونه ونه لګوي.

نوموړي له امريکا غوښتي، چې صميميت وښيي او ټولې هغه مسئلې دې حل او ناوړه کړنې دې پای ته ورسوي، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د خرابېدو سبب ګرځي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې د اوکراين مسئلې ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې هېواد يې پر اصولو ټينګار لري او په عادلانه رويې او د خبرو اترو له لارې بايد د اوکراين کړکېچ ته د حل لاره وموندل شي.

نوموړي زياته کړې، چې د چين او روسيې تر منځ هراړخيزي ستراتيژيکې اړيکې د ناپيليتوب، غيرتقابل او د دريېمې خوا د نه مخنيوي پر بنسټ ټينګې شوې دي.

وانګ يي د تايوان مسئلې په اړه ويلي، چې امريکا دې تاريخي واقعيتونو ته درناوی ولري، خپلو سیاسي ژمنو ته دې د عمل جامه واچوي او د تايوان د بېلتون غوښتونکو ملاتړې دې نه کوي او خپلې ژمنې دې پوره کړي.