هېواد ته د تاريخي اثارو راوړل
CRI2023/02/20 16:21:01
شريکول:

د چين لرغوني اثار او فرهنګي ميراثونه د چيني ملت د پرمختګ د بهير ښه څرګندويي کوي او دا يوه داسې غښتلې او متمدنه سرچېنه ده، چې بل څه يې ځای نه شي نيولی او نه هم بیا رامنځته کيږي.

د شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې له بهر څخه هېواد ته د چيني لرغونو اثارو راوړلو ته په درنه سترګه ګوري.

د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهيسې د چين حکومت له ۲۴هېوادونو سره دوه اړخيز تړونونه لاسليک کړي او همکاريز ميکانيزمونه يې ورسره جوړ کړي دي، چې له مخې يې تر اوسه څه باندې ۱۸۰۰ تاريخي اثار بېرته هېواد ته راوړي دي.