د امریکې د زورواکۍ رښتينې بڼه
CMG2023/02/21 14:32:24
شريکول:

ځينو امريکايانو په واشنګټن کې د فبرورۍ په ۱۹مې نېټې د جګړې ضد لاريون ترسره کړی او پر خپلو شعارونو کې يې پر امريکايي سیاستوالو غږونه کړي، چې له اوکراین سره پوځي مرستې پای ته ورسوي. دغو لاريونوالو د ناټو د منحل کېدو غوښتنه هم کوله.

د امریکې ولسمشر جوبایډن له ياد لاريون یوه ورځ وروسته، یعنې د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې اوکراین ته په ناڅاپي سفر تللی او هلته يې اعلان کړی، چې اوکراین ته به د ۵ سوو میلیونو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې برابرې کړي.

امریکې د اوکراین پر روان کړکېچ پر له پسې تېل شيندي او خپله زورواکي ښيي.

چین د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې ((د امریکې زورواکي او تسلط او خطرونه يې)) په نوم یو راپور خپور کړی او د واقعیتونو په رڼا کې يې، د سیاست، پوځي چارو، اقتصاد، ټکنالوژۍ او کلتور په برخو کې د امریکې د زورواکۍ رښتينې بڼه څرګنده کړې ده.

د امریکې پخواني ولسمشر جیمي کارتیر ویلي، امریکا په نړۍ کې تر ټولو زيات جګړه پاله هېواد دی او امريکايي ځواکونو افغانستان، عراق او سوریه سخت زیانمن کړي دي.

امریکا یو داسې هېواد دی، چې د خپلې زورواکۍ او تسلط لپاره د نورو هېوادونو امنیت او خوندیتوب له منځه وړي او د نورو د پرمختګ مخنیوی کوي.

 (هیله)