چین: امریکا جنګي ډګر ته پر له پسې وسلې برابروي
CMG2023/02/21 11:03:45
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې په یوې خبري ناستې کې د خبریال هغې پوښتنې ته، چې وايي، امریکايي چارواکو په دې وروستيو کې په ډاګه کړې، چین پر دې غور کوي، چې روسیې ته وسلې برابرې کړي، ځواب ویلی دی.

وانګ ون بين ويلي، په دې کې شک نشته، چې امریکا جنګي ډګرونو ته دوامدارې وسلې برابروي، خو چین به خپل دريځ ته دوام ورکړي او د ډیالوګ او سولې خوا به ونیسي او د وضعیت د ارامېدو لپاره به رغنده رول ولوبوي. 

نوموړي ويلي، چین د اوکراین مسئلې په اړه تل پر دې ټينګار کړی، چې دغه روان کړکېچ بايد د خبرو اترو له لارې پای ته ورسېږي او پر امریکا يې بیا بيا غږ کړی، چې خپلو عملونو ته دې بیاکتنه وکړي، د اوکراين د وضعیت د ارامېدو لپاره دې اغېزناکې کړنې ترسره نه کړي، پر نورو دې پړه نه اچوي او د جعلي مالوماتو خپرول دې پای ته ورسوي. 

وانګ ون بين زیاته کړې، چې چین به د اوکراین کړکېچ د رامنځته کېدو د لومړۍ کالیزې په درشل کې د دغه بحران د حل په موخه د دریځ سند خپور کړي او يو ځل بیا به د رئیس شي جين پينګ هغه وينا پکې تکرار کړي، چې د بېلا بېلو هېوادونو حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ته باید احترام وشي، د ملګرو ملتونو د منشور اصول باید مراعات او د بحران د سوله ییز حل لپاره باید له ټولو کوښښونو ملاتړ وشي.

(هیله)