په ملګرو ملتونو کې د چین دايمي استازي جانګ جون د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې د فلسطین مسئلې په اړه د امنیت شورا یوې علنۍ غونډې ته وینا کړې او د فلسطین او اسرائیل تر منځ پر ترينګلو او خړو پړو حالاتو يې اندېښنه څرګنده کړې ده.
جانګ جون ويلي، چې له يوې مودې راهيسې د فلسطین او اسرائیل تر منځ حالات کړکېچن شوي او اسرائيلي ځواکونو پر له پسې يو اړخيز حرکتونه ترسره کړي او وضعيت يې له کنټروله بهر کړی دی.
نوموړي د امنيت شورا تازه تصویب شوې اعلاميه د ياد کړکېچ د هواري لپاره اغېزمنه او مناسبه بللې او ويلي يې دي، چې دغې اعلاميې کې د دوو هېوادونو لايحې د ساتلو او پلي کولو په برخه کې د اکثرو غړو هوډ او اراده انعکاس شوي دي.
جانګ جون په خپلو خبرو کې پر امنیت شورا هم غږ کړی، چې د باوري اقداماتو لپاره چمتوالی ونيسي او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې باید خپل مسؤلیتونه پر غاړه واخلي.
نوموړي ويلي، چې د ملګرو متلونو د کډوالو د مرستو او کار ادارې فلسطيني کډوالو ته د روزنې، درملنې او ټولنيز تضمين په ګډون ضروري خدمتونه برابر کړي، خو دغه اداره په وروستیو کالونو کې څو ځلې له مالي بحرانونو سره مخامخ شوې ده او د جانګ جون په وينا، د فلسطیني پناه وړونکو وضعیت په خرابېدو او بشري اړتیاوې یې په زياتېدو دي.
جانګ جون پر اسرائيل هم غږ کړی، چې د فلسطیني کډوالو د کورونو او ښوونځيو له ړنګولو لاس واخلي، د غزې ځمکني بندرونه دې خلاص کړي او د یادې ادارې د عادي چارو پر وړاندې دې ستونزې نه جوړوي.