د ابوظبۍ ۱۶م نړیوال دفاعي نندارتون د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې د عربي متحده اماراتو په پلازمینې ابوظبۍ کې پرانیستل شو.
چين هم په دغه نندارتون کې د ۲۱۰۰ متر مربع په اندازې نندارځی پرانيستلی او خپل دفاعي توليدات يې نندارې ته وړاندې کړي دي.
په دغه نندارتون کې د چين د نندارځي پيمانه او د توکو شمېر بې ساری بلل شوی او د ځمکې، سمندر، هوا او برېښنا د مروجو امنیتي برخو او د سایبري ځيرکتیا او بېپيلوټه الوتکو د نویو سامان الاتو نږدې ۵۰۰ تجهیزات يې پکې نندارې ته اېښودلي دي.
متحده اماراتو په لومړي ځل ۱۹۹۳م کال کې د ابوظبۍ نړیوال دفاعي نندارتون پرانېست او په هرو دوو کلونو کې يې یو ځل ترسره کوي. په سږني نندارتون کې يې د نړۍ د څه باندې ۷۰ هېوادونو ۱۳ زرو تصديو برخه اخيستې او ډول ډول دفاعي توليدات پکې نندارې ته اېښودل شوي دي.
(هیله)