د افغانستان لپاره د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي له ایران څخه ليدنه وکړه
CMG2023/02/21 15:36:25
شريکول:

د افغانستان په چارو کې د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي يو شياو يونګ د فبرورۍ په ۱۹مې نېټې د ايران پلازمېنې تهران ته تللی دی.

نوموړي په تهران کې د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير او د جنوبي اسيا چارو د څانګې له مشر مساوي او د افغانستان لپاره د دې هېواد له ځانګړي استازي حسن کاظمي سره ليدلي دي او په ورته وخت کې يې د ايران د ډيپلوماتيکې ستراتيژۍ د کميټې له رئيس کمال خرازي سره هم د نظريو تبادله کړې ده.

ښاغلي يو شياو يونګ په تهران کې ويلي، چې چين غواړي له ایران سره همغږي پياوړې کړي، په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو، د نرمو تګلارو د غوره کولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د دې هېواد اوسنيو واکمنانو ته ګډ وړانديزونه وکړي او د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات لپاره ګډې هڅې وکړي.

د ايران چارواکو ويلي، چې هېواد يې غواړي، له چين او نورو سيمه ييزو هېوادونو سره يو ځای د افغانستان له سرپرست حکومت سره ډيالوګ او اړيکې وساتي، د اوسنيو ننګونو د لېرې کولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي او د افغانستان د بيارغوني او دایمي سولې لپاره مثبت خدمتونه وکړي.

(غاټول)