چين د نړيوال امنيت وړانديز سند خپور کړ
CMG2023/02/21 15:31:56
شريکول:

د چين بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې رسماً (( د نړيوال  امنيت وړانديز سند)) خپور کړی دی.

په دغه سند کې د چين د ياد وړانديز اصلي مفکوره او اصول تشریح شوي او کلیدي همکاريزې لارښوونې او میکانیزمونه پکې روښانه شوي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ خبري رسنيو ته ويلي، چې دغه سند د نړيوالې سولې د ساتنې او د نړيوال امنيت د تضمين لپاره د چين د ټينګ هوډ څرګندويي کوي.

نوموړي ويلي، چې چين به په مناسب وخت کې د نړيوال امنيت لوړپوړې غونډه ترسره کړي او له ټولو خواوو سره به د امنيتي پلانونو په اړه خبرې اترې وکړي.

"نړۍ د امنیت څه ډول مفکورې ته اړتیا لري او ټول هیوادونه په کومې لارې ګډ امنیت تر لاسه کولی شي؟"

دا په اوسني وخت کې د هر چا لپاره مهمه پوښتنه ده او هر کس یې د ځواب په لټه دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د همدې په پار د نړيوال امنيت وړانديز کړی او نړيوالې ټولنې يې تود هرکلی کړی دی او تر اوسه يې د څه دپاسه اتياوو هېوادونو او سيمه ييزو سازمانونو ستاينې او ملاتړ خپل کړی دی.

د چين ګانګ په وينا، د نړيوال امنيت وړانديز په دغه سند کې شل مهمې همکاريزې لارښوونې شاملې دي:

نړيواله ټولنه دې د امنيت په ادارې کې د ملګرو ملتونو له اساسي رول ټينګ ملاتړ وکړي، لوی هېوادونه دې د همغږۍ او مثبتو تماسونو د ودې لپاره هڅې وکړي، د همکاريو، برابرۍ او قانوني ادارې په برخه کې دې د رهبرۍ رول ولوبوي او د تسلط پر ضد دې مقاومت وکړي، د علاقې وړ مسئلو د حل لپاره دې سوله ييزې خبرې وهڅوي، په اغیزمنه توګه دې دودیزو او غیر دودیزو امنیتي ننګونو ته ځواب ووايي او نړیوال امنیتي اداري سيستم دې پرله پسې اصلاح او توان دې يې پياوړی کړي.

چين ګانګ وويل: ((امنيت د نړۍ د ټولو هېوادونو حق دی او بايد ټول هېوادونه یې په اړه پرېکړه وکړي. چين د هر هغه هیواد هرکلی کوي، چې غواړي د نړيوال امنيت وړانديز کې برخه واخلي.))

چین په نړۍ کې یوازینی هیواد دی، چې په خپل اساسي قانون کې یې "سوله ایزه انکشافي لاره" ځای کړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې چين به هيڅکله د تسلط، د خاورو پراخوالي، د نفوذ ساحې د ګټلو او د وسلو په سيالۍ کې د ګډون لټه ونه کړي او د نړيوالې سولې پر ساتلو به هميشه ټينګار ولري. (ژباړه: شکريه)