ترکيه کې بله زوروره زلزله شوې، ۳ کسان پکې مړه شوي او سلګونه نور ټپيان دي
CMG2023/02/21 10:50:41
شريکول:

د ترکيې د کورنيو چارو وزير سليمان سويلو د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد هاتای ولايت يو ځل بيا څو زلزلو لړزولی دی، چې له امله يې ۳ تنه مړه او ۲۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ترکيې د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې د روانې مياشتې په ۲۰مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د هاتای ولايت په ډيفن سيمې کې د همدې ورځې د شپې په ۸ بجو او ۴ دقيقو د ۶.۴ درجې په سختوالي زلزله شوې او مرکزي ژوروالی يې ۱۶.۷ کيلومتره ښودلی دی او له يادې زلزلې درې دقيقې وروسته، د دغه ولايت سمنداګي سيمه د ۵.۸ درجې په سختوالي ټکان خوړلی او ورپسې د زلزلې ۲۷ ټکانونه احساس شوي دي.

سويلو په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې په هاتای ولايت کې د دوشنبې ورځې د زلزلې له امله ۳ کسان مړه شوي او ۲۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.