د امريکا ولسمشر جو بایډن د فبرورۍ په ۲۰مې نېټې د اوکراين پلازمېنې کيف ته په ناڅاپي سفر تللی او ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي سره يې ليدلي دي.
جوبايډن له خپل اوکرايني سیال سره په خبرو کې اعلان کړی، چې امريکا به له دغه هېواد سره د ۵۰۰ میلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت نوره پوځي مرسته وکړي.
اوکراين ته د جوبايډن سفر سره هممهاله، د امريکې په پلازمېنې واشنګټن کې د جنګ ضد پراخ لاريونونه شوي دي.
د امريکا اې پي خبري اژانس ويلي، له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو اندازه تر ۵۰ ميلیارډو امريکايي ډالرو رسيدلې ده.
په امريکا کې يوه سروې ښيي، چې زياتره امريکايان له اوکراين سره د واشنګټن له پوځي او مستقيمو مرستو ملاتړ نه کوي.
ډېرو امريکايانو په واشنګټن کې د روانې مياشتې د ۱۹مې نېټې په ماسپښين لاريونونه کړي دي.
لاريونوالو د جګړې ضد شعارونه ورکړي او دا د عراق له جګړې وروسته، په امریکا کې د جګړې ضد تر ټولو لوی لاريون بلل شوی دی.
لاريونوالو په شعارونو کې د جګړې ضد شعارونه ورکړي او له امريکايي سیاستوالو يې غوښتي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې هڅولو پر ځای د دواړو لورو د سولې خبرې وهڅوي.
لاريونوالو د ناټو د منحل کیدو غوښتنې کړي او له امريکايي سیاستوالو يې غوښتي، چې د امريکا د پوځ په لګښت کې کموالی راولي.