چين ګانګ له خپل بريتانوي سيال سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2023/02/21 14:43:50
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د بريتانيا له بهرنيو چارو وزير جيمز کليويرلي سره ټليفوني خبرې کړې دي.

چين ګانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې چين او بريتانيا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي او په نړۍ کې مهم هېوادونه دي او خپلمنځي اړيکې يې نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون لري، بلکې د نړۍ سولې او پرمختګ ته هم زيات خدمتونه برابروي.

نوموړي ويلي، چې چين د بريتانيا پر وړاندې ننګونې او ګواښونه نه جوړوي. د ده په وينا، چين د لوړ کيفيت پرمختګ او لوړې او پراخې پرانيستنې لپاره هڅې کوي، د سترو بازارونو ګټې او د کورنيو اړتياوو توان ساتي او چين او بريتانيا دې د متقابلو ګټو همکارۍ پراخې کړي.

جيمز کليويرلي په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين په تېرو څو لسيزو کې سترې پرمختيايي لاسته راوړنې لري، سلګونه ميليونه چينايان يې له بېوزلۍ ايستلي او د نړۍ يو مهم اقتصاد ګرځېدلی دی.

نوموړي ويلي، بريتانيا غواړي له چين سره لوړ پوړی تګ راتګ او ستراتيژيکې تبادلې پياوړې او په بېلا بېلو برخو کې ورسره همکارۍ ژورې کړي او په ګډه د اقليمي بدلون او د خوړو خونديتوب په شمول د بېلابېلو نړيوالو ننګونو د لرې کولو لپاره ګډې هڅې کړي.