د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو يوه غونډه تر سره کړه
CMG2023/02/21 18:55:28
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه د دغې کمېتې د عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ يوه غونډه تر سره کړه او پرېکړه يې وکړه، چې د فبرورۍ له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې په بېجينګ کې د دغه ګوند د شلمې مرکزي کمېټې دوهمه عمومي غونډه تر سره کړي.

دغې غونډې د (( د ګوندي او دولتي ارګانونو د اصلاحاتو پلان )) پر مسودې بحثونه وکړل او پرېکړه يې وکړه، چې نوموړې مسوده به د دې غونډې د بحثونو د پايلې له مخې له تعديل وروسته د چين کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې دوهمې عمومي غونډې ته د سنجش لپاره وړاندې شي.

په دغه غونډه کې دولتي څوکیو ته د نظر وړ مشرانو لېست او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې لپاره د نظر وړ مشرانو لېست تر بحثونو لاندې ونيول شو. دغه لېستونه به په جلا جلا توګه د چين د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډې او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د څوارلسمې دورې ملي کمېټې  لومړۍ غونډې ته د بحث لپاره وړاندې شي.

په دغه غونډه کې د حکومت کاري راپور پر مسودې بحثونه تر سره شول، چې دغه راپور د دغه هېواد د دولتي شورا له خوا جوړ شوی او د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس لومړۍ غونډې ته به وړاندې شي.