د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په شلمې نېټې يوې نوبتي خبري ناستې ته ويلي، نړيواله ټولنه حق لري، چې د "نورډ سټريم" پایپ لاين د چاودنې د هر اړخيزې څېړنې غوښتنه وکړي.
راپورونه وايي، چې امريکايي ژورنالیست دوګان د امريکا د پوځي سرچینې بریښنالیک ترلاسه کړی، چې له مخې يې د امريکا د سمندري ځواکونو یوه ډله د تېر کال په جون کې د ناټو د " بالټیک عملیاتو " کلني پوځي تمرین په درشل کې د يوه بکس په وړلو سره تر اوبو لاندې ۶ ساعته پاتې وه.
د امريکا د کولمبیا پوهنتون پروفیسور جیفري ساکس ويلي، امريکا د نړۍ یوازینی هیواد دی، چې د "نورډ سټریم" پایپ لاین د چاودولو انګیزه او وسیله لري.
د فرانسې د دفاع وزارت د کورنیو چارو پخواني سلاکار الان کارویز ویلي، چې له سیاسي او اقتصادي اړخه د دې پیښې اصلي ګټه اخیستونکې امریکا ده.
د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د یادې پېښې په اړه يوه معقوله، عادلانه او مسلکي څېړنه ډېره اړینه بللې او ويلي يې دي، چې امريکايي حکومت او رسنيو په دې اړه غير معمولي چوپتيا غوره کړې او ځيني اروپايي هېوادونه هم په دې اړه ډېرې اندېښنې لري. د نوموړي په ټکو، نړیواله ټولنه حق لري، چې د دې پېښې د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه وکړي. (ژباړه: شکريه)