د بې پيلوټه ملکي بالون پېښې څخه ښکار شوې د امریکې بڼه
CMG2023/02/21 11:04:24
شريکول:

د چین یو ملکي بې پیلوټه بالون د امریکا فضا ته له ننوتلو راهیسې په دوو اوونیو کې یو لړ پېښې رامنځته شوې.

چین په دې اړه څو ځلې واشینګتن ته تفصلات ورکړل او ويلي يې دي چې دا د چین یو بې پيلوټه ملکي بالون دی او دنده يې د هوا په اړه معلومات راټولول دي او د سخت باد له امله د امریکا فضا ته ننوتلی دی. خو امریکې پر دغه واقعیت سترګې پټې کړې او ادعا يې کړې چې دې بالون څارګري کوله او د اف-۲۲ډوله جنګي جیټ الوتکې له لارې يې د توغندي په وسیله بالون غورځولی دی.

واشنګټن د چین له سخت مخالفت او احتجاج سره سره د دغه ملکي بالون په پلمه یو لړ اقدامات کړي دي. د امریکې د سوداګرۍ وزارت پر ۶ چیني تصدیو د بندیز لګولو اعلان کړی، سپينه ماڼۍ دغه راز له کانګرس سره په دې اړه پر مشورو بوخته ده چې د چین د تکنالوژيکي چارو لپاره د پانګونې مخنیوی وکړي، د امریکې څو ایالتونه د داسې قانون جوړولو هڅه کوي چې د چینایانو یا چیني تصدیو لخوا په امریکا کې د کورونو اخیستل منع شي، او داسې نور.

په داسې حال کې چې د چین د دولت رئیس شي جين پينګ او د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپل ملاقات کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه موافقې کړې او دا موافقې د تطبيق په حال کې دي، دغه راز دواړو هېوادونو د څو چينلونو له لارې د نظريو تبادله کړې، خو د امریکې حکومت په زور سره د توغندي په وسيله دغه بې پيلوټه بالون غورځولی او وروسته يې پر چين اقتصادي بندیزونه لګولي. له دې څخه ښکاري، چې امریکا له چین سره سخت تعصب لري او د خپل تسلط ساتلو لپاره پر چين د تور لګولو په هدف هر ډول عملونه غوره کولی شي.

د بورا د اغيزې د تيورۍ له مخې (The Butterfly Effect)، د امازون سیند په سيمه کې د حاره  سیمې په ځنګلونو کې د یوې بورا وزرونه وهي، ښايي دوه اوونۍ وروسته په امریکا کې د توپان پېښېدو سبب وګرځي. اوس د یو ملکي بالون له امله رامنځته شوې یو لړ منفي نتیجې د هماغې بورا وزرو اغېزې ته ورته دي، چې د چین او امریکې اړیکې يې لا پسې زیانمنې کړې دي.

چین په ځوابي توګه د لوکهيد مارتين (Lockheed Martin Corporation) او د رېتهیون میسلیس او دفاع (Raytheon Missiles & Defense)په نوم دوه امريکايي شرکتونه د بې باورۍ په لېست کې شامل کړي دي.

د امریکې ولسمشر جوبايډن د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه یوه وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې وویل، غواړي د بالون پېښې په اړه له چین سره خبرې وکړي. خو هغه پر دې ټينګار کړی چې له چین څخه به بښنه و نه غواړي.

د جوبایډن له خبرو څخه ښکاري، چې واشنګټن ته مالومات شته چې د چین دغه ملکي بالون بې ضرره دی. امریکا یوه خوا چين ځپي او د پرمختګ مخه يې نیسي، له بلې خوا غواړي چې له چین سره اړیکې عادي کړي او واشنګټن غواړي د اقتصادي چارو په برخه کې له چین سره دوه اړخیزه همکارۍ جوړې کړي او ګټې تر لاسه کړي.

د امریکې د مالیې وزیرې جنیټ یالن (Janet. Yellen) څو ورځې مخکې چین ته د سفر هیله څرګنده کړې. له دې ښکاري، چې امریکا د اقتصاد په برخه کې د چین مرستې ته اړتیا لري.

واشینګټن یوه خوا د چین ملکي بالون د توغندي په وسیله غورځولی، له بلې خوا له چین سره د ښو اړیکو ساتل غواړي. په حقیقت کې غواړي چین د امریکا تسلط منلو ته اړ کړي، د امريکا دغې نظریې او متناقض عملونه بیخي خودغرضه او یوازې د ځان پر ګټو متمرکزې ګڼل کېږي.