شي جين پینګ د يونان کارپوهانو ته ځوابي پيغام ولېږه
CMG2023/02/21 10:15:18
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۱ مې نېټې د يونان پوهنتون د پروفيسور ويرويداکيس په ګډون د دغه هېواد پنځو کارپوهانو ته ځوابي پيغام لېږلی او د چين او يونان د تمدنونو د متقابلې زده کړې مرکز د جوړېدو په پار يې هغوی ته مبارکي ويلې ده.
شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي، چې چيني تمدن لرغونی تاریخ لري او د يونان لرغونی تمدن ډېرې پراخې اغېزې لري. تاريخ ثابته کړې، که بشري ټولنه ټولشموليت او پرانيستنې ته دوام ورکړي، نو تمدن به يې پرله پسې پرمختګ ومومي.
نوموړي په پيغام کې ويلي، چې اوسنۍ نړۍ له بېسارو بدلونونو سره مخ ده او د انسانانو پر وړاندې د سختو تضادونو او ستونزو هواری هم مادي لارو چارو او هم معنوي ځواک ته اړتیا لري. دده په ټکو، چیني او يوناني تمدنونه د انسانانو پر وړاندې د ستونزو د هواري او د بشر د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره مهم معنوي لارښوونکی رول لوبولی شي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۹م کال کې له يونان رسمي لېدنه وکړه او په ترڅ کې يې له خپل يوناني سيال سره د تمدنونو د متقابلې زد کړې ګډ وړانديز وکړ او بيا وروسته د دواړو هېوادونو اړوندو ادارو دد دغه وړانديز په رڼا کې د چين او يونان د تمدنونو د متقابلې زده کړې مرکز په جوړولو پيل وکړ . 
د يونان پوهنتون د پروفيسور ويرويداکيس په ګډون د دغه هېواد پنځو کارپوهانو پدې وروستيو کې شي جين پینګ ته يو ګډ پيغام ليږلی او د نوموړي مفکوره يې ستايلې او د ياد مرکز د جوړولو او راتلونکي پرمختګ په اړه يې مالومات ورکړي دي.
 د چين او يونان د تمدنونو د متقابلې زد کړې مرکز د جوړېدو مراسم د فبرورۍ په ۲۰ مې نېټې په يونان پوهنتون کې ترسره شول.