د جنګ دينګ تاريخ او عصري زمانه
CRI2023/02/21 18:00:16
شريکول:

شي جين پينګ په ۱۹۸۲م کال کې د هه بې ولايت په جنګ دينګ ولسوالۍ کې د چين کمونېست ګوند د کميسيون منشي و.

 شي جين پينګ د جنګ دينګ ولسوالۍ له تاريخ سره ډېره علاقه درلوده او د دې سيمې لرغونو ودانيو او کلتور د هغه پاملرنه جلب کړې وه. نوموړي د دغې ولسوالۍ ډېر تاريخي سندونه او معلومات لوستلي او له بېلا بېلو ځايي سړکونو او تاريخي اثارو څخه يې ليدنه کړې ده.

شي جين پينګ په جنګ دينګ ولسوالۍ کې د خپل ماموريت پر مهال د تاريخي اثارو د ژغورلو او ساتنې کارونو ته پاملرنه اړولې وه او د ده په هڅو د جنګ دينګ تاريخي اثار او ځايونه ښه او منظم ساتل شوي دي.

شي جين پينګ وايي، تاريخي اثار د يوه ملت د ځلانده تمدن، تاريخ او کلتور ښه ښکارندويي کوي او د ملت روحيه انعکاسوي.