د چين د بهرنيو چارو وزارت: د "نورډ سټريم" نللیکې چاودنه يوه عمدي پېښه ده، نه تصادفې پېښه
CMG2023/02/22 17:57:57
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، زیات معلومات د دې ښودنه کوي چې د "نورډ سټريم" نللیکې چاودنه يوه عمدي پېښه ده، نه تصادفې پېښه.

نوموړي پر اړوندو خواوو غږ وکړ، چې د نړيوالې ټولنې غږ دې واوري او د دې پېښې په اړه دې عادلانه پلټنه تر سره کړي تر څو د پېښې حقيقت ژر روښانه شي، مهم نړيوال بنسټيز تاسيسات او سيمه ييزه او نړيواله سوله وساتل شي.