په بېجينګ کې بېچلوونکي موټرونه
CMG2023/02/22 18:04:50
شريکول:

د چين حکومت د ۲۰۲۲م کال په پای کې ځينو شرکتونو ته اجازه ورکړې، چې بېچلوونکي موټرونه يې د بېجينګ د اقتصادي او ټېکنالوژيکي پرمختګ سيمې په ټاکلو سړکونو کې سوداګريز تګ راتګ کولی شي.

دغه موټرونه اې ای (AI) سیسټم په کنټرول تګ راتګ کوي.

د چين زياتې تصدۍ د بېچلوونکو موټرو د ټېکنالوژۍ په څېړلو بوخت دي او د دغه هېواد په بېجينګ، چونګ چينګ او وو هان کې  د بېچلوونکو موټرو ازموينې روانې دي.

په نړۍ کې د بې چلوونکو موټرو په برخه کې د چيني تصديو تخنيکونو او توليداتو مخکښ ځای نيولی دی.

عکسونه:

 بېچلوونکی موټر د بېجينګ د يي جوانګ سيمې پر سړک روان دی.

د بېچلوونکي موټر پر سر کېمره او د رادار سيستم لګيدلی او همدغه الات يې د سترګې رول لوبوي.

د بېجينګ په يي جوانګ سيمې کې د بايدو اپولو (Apollo Baidu) شرکت د بېچلوونکو موټرو په مرکز کې بېچلوونکي موټرونه