چین د نړۍ د لا خونديتابه لپاره اغېزناکه لايحه وړاندې کړه
CMG2023/02/22 14:27:55
شريکول:

 د فبرورۍ په ۲‍۱مه نېټه د چین حکومت «د نړيوال امنيت وړانديز سند» خپور کړ. دغه سند په نړۍ کې د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی، څرنګه چې همدا د نړيوالو امنيتي ستونزو د لرې کولو لپاره يوه عملي کېدونکې او اغېزناکه لايحه هم ګڼل کېږي. په دې سند کې د ياد وړانديز د کليدي افکارو په باب توضيحات ورکړل شوي او شل مهمې برخې او د دې وړانديز د پلي کولو لپاره لا مشخصه نقشه هم ټاکل شوې ده.

په نړۍ کې د دايمي سولې رامنځته کېدل د ټولو هېوادونو ګډه هيله ده. خو په تېرو څو کلونو کې نړيواله ټولنه داسې احساس کړی چې نړۍ نوره هم بې ثباته او ناامنه شوې ده. له يوې خوا انسانانو له کرونا وبا سره مبارزه کړې او کوي يې. له بلې خوا زموږ نړۍ له ډول ډول متعارف او غير متعارف امنيتي ګواښونو سره مخ ده په تېره بيا د ۲۰۲۲ کال په پيل کې د اوکراين کړکېچ رامنځته شوی چې همدا تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د اروپا پر وړاندې تر ټولو سخته امنيتي معضله ګڼل کېږي. اوس د دې کړکېچ له کبله څو میليونه اوکرایني وګړي بې کوره شوي او په نړۍ کې يې د غلودانو او انرژيو برابرولو ته هم زيانونه رسولي دي.

په نړۍ کې څه ستونزه شته؟ موږ څنګه کولی شو چې له امنيتي ستونزو څخه ځان وژغورو؟ د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د چين د دولت ریيس شي جين پينګ د نړيوال امنيت وړانديز وکړ او د انسانانو د امنيتي ننګونو د لرې کولو لپاره يې لاره هواره کړې ده. تر اوسه پورې څه باندې اتيا هېوادونو او سيمه ييزو سازمانونو له دې وړانديز څخه ملاتړ کړی دی.

څنګه امنيتي ننګونې حل شي؟ کليدي ټکي يې د اوسنيو ننګونو د لرې کولو لپاره د سمې لارې پيدا کول دي. ځينو اختلافونو او ناورینونو ته په کتو سره مو هغه حالت ليدلی چې په نړيواله ټولنه کې د منلو وړ اصول د بېلګې په توګه د ملګرو ملتونو د منشور موخې او اصول په اغېزناکه توګه نه دي پالل شوي. ځينو لوېديځو هېوادونود امنيتي مسئلو او ستونزو پر وړاندې دوه ګوني معيارونه غوره کړي، پر خپل خونديتوب يې ډېر ټينګار کړی او له اوږدې مودې راهيسې يې د نورو هېوادونو امنيت له پامه غورځولی او ورباندې يې تېری کړی دی. ځينې نور هېوادونه د ځنګل قانون او اصول مراعاتوي، له نورو هېوادونو سره مقاومت يې هڅولی او په زوره يې نور هېوادونه ګواښلي دي.

د دغو مسئلو پر وړاندې ياد «وړانديز» شوی او پر دې ټينګار شوی چې موږ دې پر ګډ، عمومي، همکاريز او دواملرونکي امنيتي افکارو ټينګار وکړو، د بېلا بېلو هېوادونو پر ملي حاکميت او ځمکني بشپړتیا او د ملګرو ملتونو د منشور پر موخو او اصولو دې ټينګار وکړو، د بېلا بېلو هېوادونو امنيتي ګټو ته دې د ارزښت پر ورکولو ټینګار وکړو، د خبرو اترو له لارې دې د هېوادونو ترمنځ د اختلافونو پر لرې کولو او په متعارف او له دې برخې ورهاخوا په نورو برخو کې دې د امنيت پر ساتنې ټينګار وکړو. یاد شپږ ټکي د ټولو انسانانو ګډو ګټو ته ډېره پاملرنه کوي او د دغه وړانديز کليدي برخه هم بلل کېږي.

نو څنګه دغه شپږ ټکي پلي شي؟ د نړيوال امنيت د وړانديز سند د اوسنيو نړيوالو امنيتي ګټو په هکله شل مهمې همکاريزې برخې په ګوته کړې دي چې د ملګرو ملتونو د رول د لوبولو، په سياسي لارو چارو د تودو مسئلو د حل وفصل، په متعارف امنيتي برخو او له دې پرته په نورو برخو کې د امنيتي ننګونو د لرې کولو او د نړيوالې امنيتي ادارې له بشپړتيا سره تړاو لري. په ورته وخت کې په دې سند کې د ياد وړانديز د پلي کولو لپاره د همکاريز ډګر او ميکانيزم د جوړولو نقشه هم ټاکل شوې ده. د دغو عملي کېدونکو تدبيرونو په نيولو سره به لازيات هېوادونه او سازمانونه د ياد وړانديز د پلي کولو لپاره هڅې وکړي چې د امنيتي ننګونو د له منځه وړلو لپاره لازيات ځواکونه راغونډ شي.

چين په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختيایي هېواد او پرمختګ يې له نړیوال امنيت سره تړلی دی او دغه هېواد تل د نړيوال امنيت د ساتلو لپاره هڅه کوي.

د امنيت ساتنه د ځينو هېوادونو انحصاري حق نه، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو ګډ حق دی. بېلا بېل هېوادونه دې د نړيوال امنيت د ساتلو لپاره خپل مسؤليت پر غاړه واخلي. چين دې ته هم په تمه دی چې بېلا بېلې خواوې د نړيوال امنيت د وړانديز د پلي کولو کې برخه واخلي او په ګډه اړوندې موخې تر سره کړي څو نړۍ ته سوله او هوساینه راوړي.