چين به د پاکې او ښکلې نړۍ د ابادۍ لپاره هڅې وکړي
CMG2023/02/22 14:43:20
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد به یې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ وکړي، د زرغون پرمختګ ګډ نظر به وساتي، د يوې پاکې او ښکلې نړۍ د ابادۍ لپاره به هڅې وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړونه به نوره هم پياوړې وکړي.

د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال ساتنې وزارت په دې وروستيو کې خبر ورکړی، چې چين په تېرو لسو کالونو کې د ککړتيا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې ښه پرمختګ کړی، د ايکولوژيکي چاپېريال د ښه والي په برخه کې يې د پام وړ ښې پايلې تر لاسه کړي او د هوا کيفيت د ښه کولو په برخه کې د نړۍ مخکښ هېواد ګرځېدلی دی.

وانګ ون بين ويلي، چې له ۲۰۰۰م کال راهيسې، د نړۍ د نويو زرغونو سيمو څه باندې يوه پر څلورمه برخه په چين کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړې، چې چين زرغون پرمختګ غوره کړی، پرله پسې يې د خوښې وړ پايلې تر لاسه کړي او د نړۍ د ايکولوژيکي چاپيريال د ښه والي او د اقليمي بدلون پر ضد د مبارزې لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.