پيسو نړيوال صندوق (IMF) مديرې کريسټالينا جورجيوا د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې ويلي، چې دغه صندوق به اوکراين ته د اوږدمهاله پروګرام له لارې پور برابر کړي او په روان کال کې به د اقتصاد په بيا سمسورتيا کې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
رويټرز ويلي، چې کريسټالينا جورجيوا کيف ته له خپل سفر وروسته خبري رسنیو ته ويلي، چې اوکراین به د پيسو له نړيوال صندوق څخه "کافي ملاتړ" ترلاسه کړي او دغه صندوق د ياد پروګرام د وخت د غځولو په اړه بحثونه پيل کړي دي. (ژباړه: شکريه)