د چين د بهرنيو چارو وزارت د بلينکن بې بنسټه خبرې رد کړې
CMG2023/02/22 17:56:24
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن بې بنسټه خبرې رد کړې او له امريکا څخه يې غوښتنه وکړه، چې صميميت دې وښيي، خپله تېروتنه دې سمه کړي او هغه مسئله دې حل کړي، چې له زوره ناوړه استفادې يې د دواړو هېوادونو اړيکو ته زيانونه رسولي دي.

د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په دې وروستيو کې په ټيوټر کې د ملکي بې پېلوټه بالون پېښې په اړه بې ځايه او بې بنسټه خبرې وکړې. وانګ ون بين د نوموړي د ناوړه خبرو په اړه وويل، امريکا د جاسوسي بالون دروغ ډرامه جوړه کړې او د ولسمشر جو بايډن په امر يې د جنګي الوتکې او توغندي په وسیله يو ملکي بالون په نښه او غورځولی دی، چې دغه کړنه له زور څخه ناوړه استفاده، افراطي غبرګون او له نړيوالو اصولو او تړونونو څخه سرغړونه ده. امريکا پر خپلو کړنو پښېماني نه ده ښودلې، بلکې پر چين يې بې بنسټه تور لګولی او پر چيني تصديو يې بنديزونه لګولي.

وانګ ون بين زياته کړه، چې که امريکا د مسئلې پر سختوالي ټينګار وکړي، چين به ځوابي اقدامات وکړي او مسوولیت به يې د امریکا پرغاړه وي.