د چین او روسیې د ستراتيژیک امنیت مشورتي میکانیزم د مسئولينو غونډه ترسره شوه
CMG2023/02/22 11:33:40
شريکول:

د چین او روسیې د ستراتيژیک امنیت مشورتي میکانیزم د مسئولينو غونډه د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې په مسکو کې ترسره شوه.

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنیو چارو کمیسیون د دفتر رئيس وانګ يي او د روسیې د فدرالي امنیتي کنفرانس سیکریټر نیکولي پتروشيف د يادې غونډې مشري کړې ده.

دواړو خواوو د نړۍ د اوسني نړیوال ستراتيژيک وضعیت په اړه بحثونه کړي او ګډو نظريو ته رسيدلي دي.

دوی ويلي، چې چين او روسیه به په رېښتينې مانا څواړخیزم پلی کړي، له هر ډول یواړخیز ځورونکي عمل سره به مخالفت وکړي او د نړیوالو اړیکو ډیموکراتیک کېدل او د نړۍ څواړخیزتوب به وهڅوي. 

دواړو خواوو موافقه کړې، چې په څواړخیز چوکاټ کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د نړیوالې ادارې د بشپړتیا لپاره به زیات خدمتونه وکړي.(هیله)