امريکايي کارپوه: حکومت د کیمیاوي توکو د پاشل کېدو په اړه رڼه مالومات نه ورکوي
CMG2023/02/22 11:45:51
شريکول:

د امريکا په اوهایو ايالت کې د فبرورۍ په لسمې نېټې اورګاډی چپه شوی، چې له امله يې په دغه اورګاډي کې بار زهرجن کیمیاوي مواد پر ځمکې پاشل شوي او په امریکایي ټولنې کې يې اندیښنې راپورته کړې دي.

د امريکا د پردو پوهنتون د چاپېريال او ايکولوژيکي انجينرۍ پروفيسور اندرو ويلټن سي اېم جي ته ويلي، چې د امريکا بېلا بېلې حکومتي ادارې دغې پېښې ته پر وخت نه دي رسېدلې او ستونزې يې نه دي حل کړي.

نوموړي ويلي: (( لویه ستونزه دا ده، چې ځایي، ایالتي او فدرالي ادارو تر اوسه د دغې پېښې په اړه رڼه مالومات نه دي ورکړي او دا هم مالومه نه ده، چې دوی ولې د پېښې ځای ته د خلکو تګ راتګ ته اجازه ورکړې او څنګه ډاډه شو، چې د دې سيمې اوبه خوندي دي.))

د فبرورۍ په لسمه نېټه، د امريکا د اوهايو ایالت په ختیځ فلسطین ښار کې له پټلۍ څخه اورګاډی واوښت، چې پکې بار زهرجن کيمياوي مواد پر ځمکې پاشل شوي او د سيمې چاپېريال ته يې ډېر سخت زيان رسولی دی.

د مالوماتو له مخې،  له یادې پېښې وروسته، په سیمه يیزو سیندونو کې ګڼ شمېر کبان مړه شوي او ډېرو خلکو د زړه بدوالي او سر درد په ګډون ځينې نورې نښې نښانې هم تجربه کړې دي. (ژباړه: شکريه)