د چین د سېل اکاډمي: ښايي سږ کال د کورنیو سیلانیانو شمېر ۴.۵۵ ميلیاردو تنو ته ورسېږي
CMG2023/02/22 14:42:55
شريکول:

د چین د سېل اکاډمۍ په يوه راپور کې ويلي، چې د ۲۰۲۳م کال د پسرلني اختر د رخصتۍ په درشل کې د چين سيلانيز بازار ډېر سمسور و او دا يې د کلني سيلانيز اقتصاد د " ښه پرمختګ او ثابتې ودې" پيل بللی دی.

يادې اکاډمۍ اټکل کړی، چې په روان کال کې به په چين کې د کورنیو سېلانیانو شمېر ۴.۵۵  ميلیاردو تنو ته ورسېږي، چې دغه رقم به د ۲۰۲۲م کال د ورته مودې د شمېر په پرتله ۸۰ سلنه زيات وي او د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې د شمېر له ۷۹ سلنې سره به سمون ولري.

راپور وايي، چې په روان کال کې به د چين کورني سيلانيز عواید ۴ ټريليونو يوانو ته ورسېږي، چې دغه شمېر به د ۲۰۲۲م کال د ورته مودې د شمېر په پرتله ۹۵ سلنه زياتوالی ومومي او د ۲۰۱۹م کال د همدې ارزښت له ۷۱ سلنې سره به برابر وي.

راپور کې تمه ښودل شوې، چې په روان کال کې به د چين د داخلي او  بهر ته د تلونکو سیلانیانو شمېر له ۹۰ ميلیونو تنو څخه هم واوړي، چې دا شمېر به د کرونا وبا مخکې مودې د شمېر له ۳۱.۵ سلنې سره برابر وي. (ژباړه: شکريه)