تېره مياشت په چين کې لګول شوې بهرنۍ پانګونه ۱۴.۵ سلنه زياته شوې
CMG2023/02/22 11:36:34
شريکول:

د چین د سوداګرۍ وزارت تازه شمېرې ښيي، چې په دغه هېواد کې د سږ کال په جنورۍ کې د ۱۲۷ میلیارډو او ۶۹۰ میلیونو یوانو په ارزښت بهرنۍ پانګونه لګول شوې، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت 14.5 سلنه زیاتوالی ښيي.

د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ د نړیوال اقتصاد او سیاست څېړنیزې ادارې د نړیوالې پانګونې مدیر ګاو لین یون خبري رسنيو سره د روان کال په جنورۍ کې چین کې د بهرنۍ پانګونې د زیاتېدو پر عمده لاملونو خبرې کړې دي.

نوموړي په چين کې د بهرنۍ پانګونې د زياتېدو لومړی لامل د چين د اقتصادي حالاتو ښه کېدل بللي، دویم لامل یې د هغو پروژو بیا پېل بللی، چې د کرونا وبا د خپرېدو پر مهال په ټپه درېدلې وي او درېیم لامل یې د اروپا ځينې هغه تصدۍ يادې کړي، چې چين يې د خپلو ګټو تمځای انتخاب کړی دی.

 (هیله)