د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې د ستراتيژيکو وسلو د کمولو د هغه تړون د ځنډولو اعلان کړی، چې له امریکا سره يې لاسلیک کړی و.
پوتین ویلي، امریکا له روسیې څخه غواړي، چې یاد تړون تطبیق کړي، خو په خپله بیا وسلې کاروي.
نوموړي ويلي، چې امریکا غواړي روسیې ته ستراتيژيکه ماتې ورکړي او پوځي تجهیزات يې وڅاري. د ده په ټکو، د امريکې کړنو روسیه مجبوره کړې، چې ياد تړون وځنډوي.
هغه د امریکې په شمول پر لوېديځو هېوادونو هم نیوکې کړي، چې د اوکراین بحران په نړیوالې مقابلې د اړولو هڅې کوي.
(هیله)