چين به په روان کال کې فضا ته د هوا پېژندنې ۲ سپوږمکۍ وتوغوي
CMG2023/02/22 10:40:12
شريکول:

د چين د هوا پېژندنې ادارې د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۳م کال په اپريل او اګست کې به د هوا پيژندنې ۲ سپوږمکۍ (FY-3F او FY-3G) فضا ته وتوغوي او د هوا څېړنې، ايکولوژيکي چاپېريال او د زيانونو څېړنې په برخه کې به يې وکاروي.

چين تر اوسه فضا ته د هوا پيژندنې د اېف وای (FY) ۱۹ سپوږمکۍ توغولي او ۷ سپوږمکۍ يې په فضايي مدارونو کې روانې دي.

د مالوماتو له مخې، د چين يادې سپوږمکۍ د نړۍ ۱۲۶ هېوادونو او سيمو ته د هوا پيژندنې په اړه مالومات او خدمتونه وړاندې کوي.