شي جين پينګ: چين به د ساينس او ټېکنالوژۍ بنسټيزيزې څېړنې پياوړې کړي
CMG2023/02/22 16:03:28
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د فبرورۍ د ۲۱مې نېټې په ماسپښين د بنسټيزو څېړنو د پياوړتيا ناسته تر سره کړې ده.

د يادې کمېټې سرمنشي شي جين پينګ د ناستې مشري کړې او د بنسټيزو څېړنو پياوړتيا يې د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې د خپلواکۍ اړينه غوښتنه او ساينس او ټېکنالوژي يې د يوه ځواکمن هېواد د ابادۍ لازمه لاره بللې ده. 

د بېجينګ پوهنتون پروفېسور او د چين د ساينسي اکاډمۍ غړي ګونګ چي هوانګ په يادې غونډې کې د بنسټيزو ساينسي څېړنو د پياوړتيا په اړه خبرې کړي او وړانديزونه يې کړي دي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړو د نوموړي پر وړانديزونو بحثونه او خبرې کړې دي.

 شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې انسانان د پرمختګ پر وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره د پخوا په پرتله لا نږدې همکاريو، ورخلاصون او شريکۍ ته اړتيا لري.

نوموړي ويلي، چين به د بنسټيزو څېړنو نړيوال همکاريز ډګر اباد او د علمي څېړنو نړيوال صندوق به جوړ کړي او د اقليمي بدلون، انرژۍ، بيولوژۍ، د لرې فضا د استعمال په برخو کې به له بهرنيو هېوادونو سره څېړنيزې همکارۍ لا پياوړې کړي.