ملګري ملتونه: په ترکیه کې زلزلې ۱.۵ میلیونه خلک بې کوره کړي
CMG2023/02/22 14:33:16
شريکول:

په ترکيې کې د م.م د پراختیايي پروګرام استازې لوئیسا وینټون د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې په يوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې په ترکيې کې د شوې زلزلې له امله ۱.۵ ميليونه خلک بې کوره شوي او شاوخوا ۵۰۰ زره کورونه ړنګ او تخریب شوي دي.

نوموړې ويلي، چې د ترکیې حکومت د زلزلې له امله ۷۰ سلنه زیانمنې ودانۍ څارلي او نتيجه يې ښيي، چې په ۱۱۸۰۰۰ ودانیو کې يې ۴۱۲۰۰۰ کورونه نړیدلي او ځيني يې داسې تخريب شوي، چې د اوسېدو وړ نه دي. د روانې مياشتې په شپږمه نېټه، د سوريې پولې ته څېرمه د ترکيې جنوبي سيمې زورورې زلزلې ولړزولې، چې له امله يې لسګونو زرو خلکو ته مرګژوبله واوښته او ګڼې استوګنيزي سیمې يې زيانمنې کړې دي.

مالومات ښيي، چې يادې زلزلې په ترکيې کې ۴۱۱۵۶ تنه مړه شوي دي.

 (ژباړه: شکريه)