چين به په روان کال کې د زړو کسانو لپاره د استوګنې۱۰۰۰ نمونوي سيمې جوړې کړي
CMG2023/02/22 14:43:21
شريکول:

د چين د روغتيا ملي کمېټې او د زړو کسانو کاري دفتر په دې وروستيو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې چين به په روان کال کې د عمر خوړلو او زړو کسانو لپاره د استوګنې۱۰۰۰ نمونوي سيمې جوړې کړي.

اعلاميه وايي، چې د يادې سيمې په جوړېدو سره به د زړو او عمر خوړلو کسانو د استوګنې چاپېريال د ډاډ وړ شي او د تګ راتګ اسانتياوې به ورته برابرې او معنوي او کلتوري ژوند به يې ښېرازه شي.

اعلاميه زياتوي، چې د چين حکومت به د هېواد له بېلا بېلو سیمو سره مرستې وکړي، څو د زيات عمر لرونکو کسانو ته یې د خدمتونو د برابرولو توان لوړ شي .

په چين کې له ۹۰٪ زيات زاړه کسان په خپلو کورونو او استوګنيزو سيمو کې اوسېږي. د چين حکومت په دې وروستيو کلونو کې د هېواد د بېلا بېلو سيمو زړو کسانو ته د خدماتي تاسيساتو د جوړولو چارې ګړندۍ کړي او د خوراک او څښاک، طبي درملنې او ورځني ژوند په برخو کې يې د دوی اړتياوې پوره کړي دي.