چانګ ان
CRI2023/02/22 15:51:37
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ وايي: (( که څوک غواړي پوی شي، چې چين زر کاله مخکې څنګه و، نو له شي ان ښار څخه دې ليدنه وکړي.))

شي ان ښار د چين د زر کلن ميراث او تاريخ کور بلل کيږي. دغه ښار په لرغونې زمانې کې د چانګ ان په نوم يادېده، چې په چيني ژبه کې د دايمي سولې او ثبات مانا لري.

د چين د تانګ امپراتورۍ واکمانانو (۷۱۳م ميلادي ـ ۷۴۱م ميلادي کال) په ډېرو هڅو د چانګ ان د ځواک او سمسورتيا کچه پياوړې ساتلې ده.

په شي ان ښار کې اوس هم امپراتورۍ ماڼۍ او لرغوني ديوالونه ولاړ دي او د چين د سمسورتيا او ځلانده تاريخ ښه څرګندويي کوي.

راځئ! دغه ويډيو وګورئ او د چانګ ان ښار په اړه معلومات تر لاسه کړئ.