بېجينګ: د چين او روسيې ترمنځ اړيکې ټينګې او ثابتې دي
CMG2023/02/23 16:51:48
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر مشر وانګ يي له روسيې څخه د ليدنې په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر ولاديمير پوتين او بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف سره پر لیدنې سربېره يې د دغه هېواد د فدرالي امنیتي کنفرانس سیکرټر نیکولي پتروشيف سره يې د دواړو هېوادونو د ستراتيژيک امنيت د سلامشورو ميکانيزم د کوربه مشرانو غونډه تر سره کړه.

وانګ ون وويل، دواړو خواوو له دې سره موافقه کړې، چې د ملګرو ملتونو په شمول د نړيوالو څواړخيزو ميکانيزمونو په چوکاټ کې به خپلمنځي همغږي پياوړې کړي، رښتينی څواړخيزم به عملي کړي، د ملګرو ملتونو د منشور موخې او اصول به وساتي او له بادارۍ غوښتونکي نظر او د ډلو د مقابلې سره به ټينګ مخالفت وکړي.