شیې جن هوا د نوبل د دوامدار پرمختګ د ځانګړو خدمتونو جایزه تر لاسه کړه
CMG2023/02/23 15:39:54
شريکول:

د نوبل د دوامدار پرمختګ صندوق رئیس پیټر نوبل د فبرورۍ په ۲۱مې نېټې اعلان کړی، چې د چین د اقلیمي چارو ځانګړي استازي شیې جن هوا ته يې د دوامدار پرمختګ د ځانګړو خدمتونو لومړۍ جایزه ورکړې ده.

نوموړي ويلي، چې ادارې يې د اقلیمي بدلون ضد د نړیوالې مبارزې او د دوامدار پرمختګ د هڅولو په برخه کې د شيې جن هوا خدمتونه ستايلي دي.

 ښاغلي شیې جن هوا په ویډيويي وینا کې د نوبل د دوامدار پرمختګ صندوق مننه کړې او ويلي يې دي، چې چین د پرمختللو هېوادونو د دوو تر درې سوه کلن پرمختګ صنعتي او ښاري بهیر يوازې په لسګونو کالونو کې بشپړ کړی او په عین وخت کې يې د ککړتیاوو او د شنو خونو ګازو د ایستلو اندازې د کنټرول لپاره زیات کوښښونه کړي دي.

نوموړي ويلي، چین اوج ته د کاربن ایستنې اندازې د رسېدو او د کاربن خنثی موخې د عملي کولو لپاره نه ستومانه کېدونکې زیارونه ګالي او د هوا ککړتیا، د شګو توپان او ککړ باران د مخنیوي په برخه کې يې د لیدو وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. 

شیې جن هوا زياته کړې، د چین تجربې د دې ښکارندويي کوي، چې د ایکولوژيکي چاپېریال ساتنه او د اقلیمي بدلون ضد عملونه د اقتصادي پرمختګ د مخنیوي سبب نه ګرځي، بلکې د پرمختګ کیفیت او ګټې نورې هم لوړوي. (هیله)