کوريا جمهوريت، امريکا او جاپان په سمندر کې د توغنديو دفاعي تمرين تر سره کړی
CMG2023/02/23 10:38:00
شريکول:

د کوريا جمهوريت د دفاع وزارت د درستيزانو رياست د فبرورۍ په ۲۲مې نېټې خبر ورکړی، چې دغه هېواد، امريکا او جاپان په همدې ورځ د کوريا ټاپووزمې په ختيځ سمندر کې د توغنديو دفاعي تمرين تر سره کړی دی.

د مالوماتو له مخې، په دغه پوځي تمرين کې د کوريا جمهوريت د توغنديو شنډولو بېړۍ(KD-III)، د امريکا د توغنديو مخنيوي بېړۍ(USS Barry DDG-52) او د جاپان د توغنديو شنډولو بېړۍ(Atago) ګډون کړی و.

کوريا جمهوريت د ياد پوځي تمرين موخه د بالستيک توغنديو د هدف مالومول، څار او مخنيوی بللی دی.