د چين سوداګرۍ وزارت د فبرورۍ په ٢٢مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د روزنيزو کورسونو لړۍ پېل کړې ده.
د چين سوداګرۍ وزارت ويلي، چې په يادو کورسونو کې د ګردې نړۍ د پرمختګ وړاندیز په اړه د چين د بېوزلۍ د کمولو تجربې، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تجربو تبادلې، د پرمختيايي هېوادونو نړيواله انټرنيټي سوداګري، د سوداګرۍ پرمختګ او د نړيوالو پرمختيايي مرستو موضوعات شامل دي.
د مالوماتو له مخې، د چين سوداګرۍ وزارت به دغه کورسونه د نړیوال تجارت رسمي روزنیز پوهنځي کې تر سره کړي او د پرانیستې په مراسمو کې یې د ۲۸ هیوادونو ۱۹۴ زده کړندويانو ګډون کړی وو.
د دغه روزنیز پوهنځي مشر سون جونګ هه په يادو مراسمو کې ويلي، چې د چين د انساني سرچېنو د انکشاف همکاريزو پروژو کې ۱۷ برخې شته، چې له سلو څخه زيات مسلکونه پکې شامل دي او د پرمختيايي هېوادونو سلګونه زره زده کړندويانو ترې ګټې اخیستي دي.
نوموړي ويلي، چې دغه پروژې د پرمختيايي هېوادونو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره ځيراکي ملاتړ برابروي.