ولاديمير پوتين له وانګ يي سره وکتل
CMG2023/02/23 14:39:17
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ په ۲۲مې نېټې په پلازمېنې مسکو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيرو غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر له مشر وانګ يي سره کتلي دي.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې د نړۍ اوسني حالات سخت او پيچلي بللي دي. نوموړي ويلي، چې د چين او روسيې تر منځ اړيکې ټينګ سياسي، اقتصادي او کلتوري بنسټونه لري او دواړه هېوادونه د نړۍ له هغه څواړخيزم او ډيموکراتيکو اړيکو ملاتړ کوي، چې د زمانې د پرمختګ غوښتنې او د ډېرو هېوادونو هيلې پکې نغښتې وي.

وانګ يې زياته کړې، چې چين غواړي له روسيې سره خپلمنځي سياسي متقابل باور او ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي.

پوتين د خبرو په پېل کې له وانګ يي هيله کړې، چې د ده نيکې هيلې او پېرزوينې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته ورسوي.

نوموړي ويلي، چې د روسيې او چين اړيکې د ټاکلي هدف پر لوري روانې دي، د شانګهای همکارۍ سازمان او بریکس په شمول ځينو څواړخيزم سازمانونو کې د دواړو هېوادونو همغږي يې  ګټوره بللې ده.

پوتين په نړيوالو چارو کې پياوړې همکارۍ د نړيوالو ډيموکراتيکو اړيکو او د نړيوال چوکاټ د ثبات لپاره مهمې بللې دي.

دواړو خواوو د اوکراين مسئلې په اړه هم ژور نظرونه تبادله کړي دي.

وانګ يي ويلي، چې چين د روسيې دا دريځ ستايي، چې غواړي د خبرو اترو له لارې مسئلې حل کړي او هېواد به يې تل عادلانه دريځ وساتي او د شخړو د سياسي حل لپاره به رغنده رول ولوبوي.