په تاجکستان کې د فبرورۍ په ۲۳مې نېټې د سهار په ۸ بجو او ۳۷ دقيقو د ۷.۲ درجې په سختوالي زلزله شوې او تر ځمکې لاندې ژوروالی يې ۱۰ کيلومتره ښودل شوی دی.
د يادې زلزلې مرکز د چين له سرحدي سيمې څخه شاوخوا ۸۲ کيلومتره ليرې دی، خو د شينجيانګ په کاشغر او ارتوس کې يې ټکانونه احساس شوي دي.