د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړو د فبرورۍ په ٢١مې نېټې د بنسټيزو څېړنو د پياوړتيا په پار ډله ييزه غونډه تر سره کړې ده.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په يادې غونډې کې د کارپوهانو د نظرونو او څرګندونو له اورېدو وروسته د يادې موضوع په اړه ژور وضاحت کړی دی.
اوس ساينس او ټېکنالوژي او اقتصادي او ټولنيزې پرمختګ د ادغام په حال کې دي او د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې نړيوالې سيالۍ د بنسټيزو څېړنو په لوري روانې دي. د چين د پرمختګ چاپېريال له ژورو او پېچلو بدلونونو سره مخامخ دی او امريکا چين ته د عمده سيال په سترګه ګوري او له خپلو ملګرو هېوادونو سره يو ځای د ساينس او ټېکنالوژۍ په شمول زياتو برخو کې د چين د کنټرول، بندولو او ځپلو لپاره هڅې کوي.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د نړيوالې علمي او تخنيکي سيالۍ پر وړاندې د مقابلې او د لوړې کچې خپلواک پرمختګ د تر لاسه کولو لپاره د بنسټيزو څېړنو پياوړتيا او له بېخه د کيلیدي تخنيکي ستونزو حل بيړنۍ اړتياوې بللې دي.
نوموړي زياته کړې، چې چين به په نړيوالې علمي او ټکنالوژيکي ساحه کې د پرانېستنې، باور او همکاريو د پياوړتيا لپاره کوښښونه وکړي او د اساسي ټېکنالوژۍ په برخه کې به په زياتو کیليدي نوښتونو او برياليتوبونو د بشري تمدن د پرمختګ لپاره ډېر خدمتونه وکړي.
ښځینه انجینره لابراتواري څېړنې کوي
چیني او بهرني ساینسپوهان په لابراتوار کې د بحث په حال کې دي
چیني او بهرني ساینسپوهان په لابراتوار کې د بحث په حال کې دي